د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د خپلې ایالتي کابینې د یو شمېر غړو په ملتیا په پاکستان کې د افغانستان په سفارت کې د ختیځو ولایتونو له زلزلهځپلو سره یې خپله غمرازي شریکه کړه.
افغان سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د په پآکستان کې افغان سفیر سردار احمد شکیب او ګنډاپور د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي همکاریو زیاتوالی، د تګ راتګ اسانتیاوې او د ستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو حل د دې ناستې اصلي موضوعات وو.
هغه له ګنډاپور وغوښتل چې په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو، زدهکړیالانو، ناروغانو او د بندرونو له لارې تېرېدونکو مساپرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره نوې هیلې زېږوي او د سیمې په سوکالۍ کې هم مهم رول لوبولی شي.




























