د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، پر کابل د پاکستان وروستی هوايي برید چې ګواکې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) مشر یې نښه کړی، ناکام ثابت شوی دی.
خلیلزاد پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، هغه څوک چې پاکستان د خپل د برید هدف باله، په کابل کې موجود نه و.
هغه پر پاکستان غږ کړی چې د پوځي بریدونو پر ځای ، د ډیپلوماسۍ له لارې د ټيټيپي له ډلې سره د خبرو او اوربند هڅې وکړي.
خلیلزاد زیاته کړې، که د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان اوس هم په واک کې وای، ښايي د ټيټيپي له ډلې سره شخړه وختي حل شوې وای.
خو نوموړي په عین وخت کې څرګنده کړې، چې د ده په اند پاکستان به د ډیپلوماسۍ پر لور ګام وانخلي ښايي دې کې هېواد امنیتي وضعیت لا پسې خراب شي.




























