د مصر د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند د هغه تړون هرکلی کړی، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه لاسلیک شوی دی.
په دغه تړون کې د سولې او دایمي ثبات د پیاوړتیا لپاره د ګډو میکانیزمونو د رامنځته کولو پرېکړه شوې ده.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، قاهره هیله لري چې دا تړون به د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی پای ته ورسوي، د لا نورو وینو تویېدو مخه ونیسي او د سیمې د امنیت او دوامدار ثبات لپاره زمینه برابره کړي.
وزارت ټینګار کړی، چې اختلافونه باید د خبرو اترو او دیپلماتیکو لارو له لارې حل شي، او مصر له ټولو هغو هڅو او نوښتونو ملاتړ کوي چې د سیمهییزو شخړو د سولهییز حل لپاره ترسره کېږي.

























