رویټرز د اسراییلي پوځ په حواله راپور ورکړی، چې د زمري په ۲۵مه نېټه یې اعلان کړی دی: د یکشنبې ورځې وروسته به د غزې خلکو ته خېمې او د اوسېدو نور وسایل ورکړل شي څو هغوی د جګړې له سیمو څخه د غزې جنوبي برخو ته انتقال شي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د هر ډول عملیاتو تر پیل وړاندې به هڅه وشي چې ملکي وګړي خوندي سیمو ته ولېږدول شي.
ملګرو ملتونو د دې اقدام هرکلی کړی، خو خبرداری یې ورکړی چې په عملي بڼه کې به د خلکو کړاوونه زیات کړي، ځکه د غزې هېڅ ځای په بشپړ ډول خوندي نه دی.
بل لور ته، فلسطین دغه پلان غندلی دی. د اسلامي جهاد ډلې ټینګار کړی چې دا کار د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې د اسراییلي ځواکونو بمباري هم روانه ده او د غزې د زیتون او شجاعیه سیمو اوسېدونکي د درنو بریدونو شاهدان دي.




















