د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس او مېرمن یې اوشا وېنس په یوه رسمي سفر اسراییل ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، د وېنس د سفر موخه په غزه کې د اوربند تړون د عملي کولو لپاره د ښکېلو خواوو هڅول دي. نوموړی به د اسراییلي چارواکو تر څنګ د سیمې له یو شمېر نورو مشرانو سره هم وګوري، څو د روان تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لارې ولټوي.
دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي، چې اسراییل او د فلسطین حماس غورځنګ یو بل د اوربند د نقضولو تورونه لګولي دي.
د امریکا حکومت ویلي، واشنګټن لا هم د غزې د بشري وضعیت په اړه اندېښمن دی او هڅه کوي د تلپاتې اوربند لپاره د باور فضا رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه وايي، د غزې د اوربند د ژمنو تازه تایید یې د تشویشونو ترڅنګ هیلې هم راپارولي دي، خو خبرداری یې ورکړی چې وروستي تاوتریخوالي د سولې نازک بهیر ته زیان رسولی شي. دغه ادارې زیاته کړې، د ویجاړیو د پاکولو پراخ عملیات یې پیل کړي، چې موخه یې د بنسټیزو خدمتونو بېرته فعالول دي.






















