د فلسطین د ملکي دفاع ادارې اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۰مې نېټې راهیسې — د اوربند له اعلان وروسته — نږدې ۱۰۰ فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې شهیدان شوي دي.
یادې ادارې ویلي، که څه هم امریکا هڅه کوي د اوربند تړون پیاوړی کړي، خو اسراییل لا هم په غزه کې د اوربند د ماتولو هڅو ته دوام ورکوي.
د فلسطین د ملکي دفاع چارواکي زیاتوي، چې په وروستیو بریدونو کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
تر دې وړاندې هم اسراییل او د حماس غورځنګ یو بل د اوربند د نقضولو په تور نیولي وو، خو دواړو لورو د خپلو بریدونو د توجیه لپاره یو بل ملامت بللی دی.
نړیوال بشري بنسټونه له ښکېلو لورو غوښتي چې د اوربند درناوی وکړي او د غزې له ولسي وګړو سره د بشري مرستو د خنډ پر ځای، د مرستو د خوندي رسولو زمینه برابره کړي.
























