د اېم ډي ار (MDR) خبري شبکې د یو مستند راپور له مخې، د جرمني حکومت غواړي د کډوالۍ د اوږده بهیر او پېچلو اداري خنډونو له امله هغه ځانګړي پروګرامونه لغوه کړي چې د افغان کډوالو د منلو لپاره جوړ شوي وو.
یاد راپور چې «افغانستان او پناهغوښتونکي، د جرمني دروغجنې ژمنې» نومېږي، د هغو افغانانو وضعیت څېړي چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د جرمني د ملاتړ په هیله پاکستان ته تللي؛ خو له کلونو راهیسې یې برخلیک لا نهدی روښانه او د پاکستان لهخوا د شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د اېم ډي ار د معلوماتو له مخې، د جرمني د ځانګړو پروګرامونو له لارې یوازې د ګوتو په شمېر افغانان منل شوي، او اوس د دغو پروګرامونو بشپړه لغوهکول تر غور لاندې دي.























