هندۍ رسنۍ «سياېنبيسي نیوز» په یوه تازه تحلیل کې ویلي، چې پاکستان د اسلامي امارت او هند تر منځ د اړیکو پراخېدل د خپلې ستراتیژۍ لپاره یوه جدي ننګونه ګڼي.
د دغه راپور له مخې، دا ارزونه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند سفر سره هممهاله شوې ده، هغه سفر چې د دواړو لورو تر منځ د رسمي اړیکو د پراخېدو یو مهم ګام بلل کېږي.
له بلې خوا، د همدې سفر پر مهال د کابل او پکتیکا پر سیمو د پاکستان هوايي بریدونه هم ترسره شول. د هیواد د دفاع وزارت ویلي، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او دا یې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې «بې ساری او کرغېړن اقدام» بللی دی.
د اسلامي امارت په وینا، دوی له خپل حریم څخه دفاع خپل حق بولي او خبرداری ورکوي چې د کړکېچ هر ډول زیاتوالی به د پاکستان د پوځ په غاړه وي.






























