د کډوالو لپاره ګډې عملیاتي کمېټې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې تر ۱۰۰ ډېرو بشري سازمانونو او د نړۍوالو ستراتیژیکو حقوقي دعوو شورا (GSLC) د پاکستان لومړي وزیر او لویې څارنوالۍ ته پرانیستي لیکونه استولي او ورڅخه یې غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپه ودروي.
په اعلامیه کې راغلي، GSLC د بشري حقونو له ګڼو مدافعینو او سازمانونو سره یوځای د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د کډوالو اېستل بند کړي او د هغو افغانانو خوندیتوب یقیني کړي .
دغه غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د پاکستان حکومت لهخوا ۱.۴ میلیونو افغان کډوالو ته ورکړل شوی ضربالاجل پرون پای ته ورسېد او ورسره هممهاله د هغوی د اېستلو عملیات پیل شول.


























