د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې په پاکستان کې د وژنو، تاوتریخوالي، قومي تقابل، اقتصادي بېثباتۍ او د قانون د حاکمیت له کمزورۍ ژوره اندېښنه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ټولنیزې شبکې «اېکس» (پخوانی ټویټر) له لارې په پښتو او اردو ژبو خپرې کړې دي. خلیلزاد ټینګار کړی، چې د اسلاماباد حاکم چارواکي باید د دې وضعیت د ښهوالي لپاره جدي اقدامات وکړي.
زلمي خلیلزاد مخکې هم په ځلونو د پاکستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو په اړه څرګندونې کړې دي، چې ځینې یې د پاکستاني سیاستوالو لهخوا له تندو غبرګونونو سره هم مخ شوې دي.
تر دې دمه د پاکستان حکومت د خلیلزاد د تازه څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی.


































