د داعش وسلهوالې ډلې د ختیځې کانګو په یوه کلیسا کې د تېرې یکشنبې د ورځې خونړي برید مسوولیت منلی، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، لږ تر لږه ۴۳ تنه پکې وژل شوي دي.دغه برید د بونیا له مرکز څخه شاوخوا ۷۵ کیلومتره لرې د کوماندا په نوم یوه کلیواله سیمه کې شوی، چې وسلهوالو د عبادت کوونکو پر یو ځای د ټوپکونو او چړو په واسطه برید کړی او له وژنو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د سولې ساتو ماموریت (MONUSCO) بیا تایید کړې، چې د برید له امله ۴۳ تنه وژل شوي، چې پکې ۱۹ ښځې او ۹ ماشومان هم شامل دي.
ملګرو ملتونو او بشري حقونو نړیوالو بنسټونو دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او دا یې د انسانیت پر ضد عمل بللی دی.






























