د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دغه هېواد به د افغانستان له وروستیو زلزلهځپلو سره د درې میلیونه پونډو بېړنۍ مرسته وکړي. دا مرسته د هغه یو میلیون پونډ تر څنګ ده، چې د روانې میاشتې پر ۱۱مه نېټه اعلان شوې وه.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرې ایوېټ کوپر په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د زلزلې تر پېښېدو وروسته وضعیت لا هم کړکېچن دی او د مرستندویانو له لوري د لرې پرتو سیمو د زیانونو د ارزونې پر مهال د تلفاتو ریښتینی انځور ورځ تر بلې څرګندېږي.
هغې زیاته کړې، له همدې امله برېتانیا پرېکړه وکړه چې نوې مرسته اعلان کړي، څو د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق، د سرې میاشتې نړیوالې کمېټې، افغان اېډ او وار چایلډ په ګډون بنسټونو ته د فعالیت زمینه برابره شي.
ویل کیږي، دغه مرسته به د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو، بېړنیو سرپناهوو او د ښځو او نجونو ځانګړي ملاتړ ته ځانګړې شي. په دې کې د روغتیايي بستو ترڅنګ د ښځو د ځانګړو حفظالصحې توکو وېش هم شامل دی.





















