د راپورونو له مخې، د عمان په سمندر کې د پاکستاني کب نیوونکو یوه کښتۍ ډوبه شوې ده. په دغه پېښه کې ۲۳ تنه سپاره وو.
ویل کېږي، له دغې ډلې یوازې یو کس ژوندی ژغورل شوی او پاتې ۲۲ تنه لا هم لادرکه دي. د کښتۍ د ډوبېدو لامل تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده.
د ژغورنې ډلې د پاتې کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې کړي دي، خو تر اوسه یې د ورک شویو کب نیوونکو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه کړي.






















