د «ډیپلومات» ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې راغلي، چې د اروپایي ټولنې له لوري پر اسلامي امارت له بندیزونو سره سره، په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده .د راپور له مخې، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د روان کال په لومړیو اته میاشتو کې د افغانستان صادرات اروپا ته ۱۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، او واردات یې له اروپا څخه ۱۴۳ میلیونه ډالرو ته لوړېدلي دي. دا شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي.په خپاره شوي مطلب کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو له قوله راغلي، سره له دې چې د ټرانزیټي اسانتیاوو، سوداګریزو ویزو او د صادراتي معیارونو په برخه کې ستونزې شته، خو د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ سوداګریزې اړیکې په تدریجي ډول پراخېږي.د «ډیپلومات» په وینا، سره له دې پرمختګونو، افغانستان لا هم له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، خو د سوداګرۍ د ودې دغه تمایل ښيي چې اروپایي بازارونه د افغاني توکو پر وړاندې پرانیستي پاتې دي.





























