د آلمان د بشر دوستانه سازمان «یوهانېټر» اعلان کړی چې په کونړ ولایت کې به دوه ګرځنده کلینیکونه جوړ کړي، څو د زلزلهځپلو خلکو درملنه وکړي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یاد کلینیکونه به په ورځ کې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو درملنه وکړي.
سازمان ټینګار کړی چې لا هم د کونړ او ننګرهار ټولو زیانمنو کلیو ته لاسرسی ممکن نه دی. د دې لپاره به دوه ګرځنده طبي ډلې چې ډاکټران، نرسان، قابلې او روانشناسان پکې شامل دي، په راتلونکو درېیو میاشتو کې بېلابېلو کلیو ته سفر وکړي.
یوهانېټر په خپله اعلامیه کې لیکلي چې په سیمه کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او د زلزلې قوي پسلرزې د زلزلهځپلو سیمو وضعیت نور هم خراب کړی دی.
یاد بنسټ له تېرو شل کلونو راهیسې په کابل کې استازی لري او د طبي خدماتو د ښه کولو لپاره هڅې کوي.






















