رویټرز د پاکستان د طبيعي پېښو د مدیریت ادارې په حواله راپور ورکړی چې د سوېلي پنجاب ملتان ولسوالۍ کې د سېلابځپلو خلکو د ژغورنې پر مهال د یوې کښتۍ د چپه کېدو له امله لږترلږه پنځه کسان مړه شوي دي.
د چارواکو په وینا، د مرستو رسولو لپاره تر دې دمه ۴۲۳ کیمپونه، ۵۱۲ روغتیايي مرکزونه او د څارویو د ژغورنې لپاره ۴۳۲ پوستې جوړې شوي دي. همدارنګه، تر ۱.۵ میلیونه ډېر څاروي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې، د مرستو رسونې د کمېسیون غړي نبیل جاوېد ویلي وو چې د راوي، ستلج او چناب سیندونو د سېلابونو له امله تر ۴۱۰۰ ډېر کلي اغېزمن شوي او له دوو میلیونو زیات خلک له خپلو کورونو د وتلو مجبور شوي دي.






















