ځايي سرچینې وایي چې دغه اورلګیدنه نن سهار شاوخوا دوه بجې په دې ولسوالۍ کې پیل شو او د دریو نیمو ساعتونو هڅو وروسته د ځایي خلکو له لوري مهار شو.
سرچینې زیاتوي چې په دې پېښه کې له څلورویشتو څخه زیات هټې اور اخیستي دي، چې هر یو یې شاوخوا پنځه تر شپږ لکه افغانۍ پانګه لرله. همدارنګه د نجارۍ هټې، د لرګیو پلورونکي موټرونه او د غنمو منډوي هم په اور کې سوځیدلي دي.
تر اوسه پورې ځايي چارواکو د دې اورلګیدنې د پیښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.


































