اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت په یوه اعلامیه کې له نوي نسل غوښتي چې د خپلو تېرو بریو پر پل قدم کېږدي او له تیرو تجربو مثبته زده کړه وکړي.
اعلامیه ټینګار کوي چې په تېره یوه پېړۍ کې د درېیو سترو زبرځواکو – انګریزان، روسان او امریکایانو – ماتول لومړی د الله ج احسان او بیا د ولس د ایماني هوډ او غېرت څرګندونه ده.
په اعلامیه کې راغلي چې اوس باید د شریعت پابندي وشي او ټولې بریاوې د الله احسان او نصرت وبلل شي.
















