نن (سېشنبه، د زمري ۲۸مه) د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه ده.
دغه ورځ په ۱۲۹۸ لمریز کال کې د وخت پاچا غازي امانالله خان د انګریزانو د ښکېلاک له پای ته رسولو وروسته د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په نوم ونوموله.
له هغه راهیسې د افغانستان خلک هر کال د زمري په ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ د بېلابېلو مراسمو او ځانګړو پروګرامونو په ترڅ کې نمانځي.




















