قطري رسنیو د غزې د روغتیایي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې نن چهارشنبه د اسراییلو په نوې هوايي او توپچي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۶ تنه شهیدان شوي دي.
راپورونه وایي چې د شهیدانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه ګڼ شمېر ټپیان د سخت حالت له امله په روغتونونو کې بستر دي.






























