د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له ۹ تر شپاړسمې به د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي کوربه وي.د دغه وزارت ویاند راندهیر جیسوال پرون په یوه خبري کنفرانس کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه بیان یاد کړ چې په اساس یې متقي ته د هند د دغه سفر معافیت ورکړل شوی دی.د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز زیاته کړه چې هندي چارواکي د اسلامي امارت له چارواکو سره په تماس کې دي او هند له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
هغه د بېلګې په توګه له زلزله ځپلو افغانانو سره د هند د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل چې په لومړي سر کې دوی بېړنۍ مرستې ورسولې او وروسته یې نورې کڅوړې هم د چابهار له لارې افغانستان ته واستولې.
































