د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس، ادم خان سعد، وايي چې په تېرو درېیو ورځو کې نږدې ۱۰۰ زره افغان کډوال د اسلامکلا له پولو څخه هېواد ته راستنې شوي دي. نوموړی زیاتوي چې دا ډېری کسان له هغه وروسته ایستل شوي چې په ایران کې د ناقانونه مېشتو کډوالو لپاره ټاکل شوی ضربالاجل پای ته ورسېد.
په ورته مهال، د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اسلامکلا بندر ته سفر کړی ترڅو د را ایستل شویو افغان کډوالو وضعیت وارزوي. بیکدلي ډاډ ورکړی چې د دغو راستنېدونکو ستونزې به په همغږۍ سره حل شي او اړینو مرستو ته به زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې دا بهیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او بشري مرستو په چوکاټ کې روان دی.
























