د امريکا د ګډو ځواکونو مشر کانګرېس ته په يوه غونډه کې ويلي، چې د ايران په اصفهان ښار کې د اټومي مرکز پر وړاندې د امريکا په برید کې سنګر ماتونکی بم نه دې استعمال شوی. د نوموړي په وينا، دا ځکه چې ياد اټومي مرکز دومره ژور دی چې سنګر شکن بم ورباندې اغېز نه شي کولی.
جنرال دن کين زياته کړه، چې د سنګر ماتونکی بم پر ځای، له “تاماهاوک” ډوله توغنديو کار اخیستل شوی دی.
دا څرګندونې، چې د ياد بريد پر تخنيکي اړخ لومړۍ رسمي تبصرې بلل کېږي، د غونډې له درېيو ګډونوالو او يوه بل شخص څخه چې د غونډې له جزيياتو خبر و، ترلاسه شوي دي.
د امريکا استخباراتي چارواکي باور لري، چې د اصفهان د اټومي مرکز تر ځمکې لاندې تاسيسات شاوخوا ۶۰ سلنه غني شوی يورانيوم ساتي، چې دا د ايران د اټومي زېرمې يوه ستره برخه جوړوي.


















