د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تیره ورځ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې ایران هېڅکله د اټومي وسلو د جوړولو په لټه کې نه و، نه دی او نه به وي.ولادیمیر پوتین په دې ټیلیفوني خبرو کې د ایران د یورانیمو د غني کولو د حق ملاتړ کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک پر سر خبرې مطلوبې پایلې ته ورسېږي.
پوتین د مسکو او تهران اړیکې رغنده او د پرمختګ په حال کې وبللې او په ځانګړي ډول یې د «بوشهر» اټومي بټۍ په برخه کې ګډې همکارۍ د قناعت وړ وبللې. د هغه په وینا، دغې بټۍ ته د سون توکو د لېږد بهیر هم روان دی.
په ورته وخت کې، ټاکل شوې ایران نن په سویس کې له جرمني، فرانسې او برېتانیا سره د خپل اټومي پروګرام په تړاو خبرې وکړي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د دغو خبرو اجنډا د ایران اټومي تاسیسات او د پرلګول شویو بندیزونو لرې کول دي.
























