د هېوادد کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د دغه وزارت وزیر سراجالدین حقاني د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره، د هغه د ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت لیدلي دي.
ښاغلي قانع ویلي، ، چې ښاغلي حقاني د سفیر د خدمتونو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی دی چې د افغانستان او جاپان اړیکې پخوانۍ دي او رغنده تعامل تل د دواړو هېوادونو ترمنځ غالب پاتې شوی دی.
په ورته وخت کې، د جاپان سفیر ویلي جاپان به د ملګرو ملتونو د چوکاټ له لارې د بدیلو معیشتونو، د نشهيي توکو پر وړاندې مبارزې او د معتادینو د درملنې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
یاده دې وي چې جاپان له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په بیارغونه، تعلیم او روغتیايي برخو کې پراخې مرستې کړې دي.




























