د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال، محمد رضا عارف، ویلي چې د تهران د خبرو اترو لوری هغه څه دي چې د ایران خلک یې غواړي، او که مناسب شرایط رامنځته شي، له امریکا سره مستقیم مذاکرات هم ترسره کېدای شي.
عارف ټینګار وکړ چې باید وکتل شي هغه هېوادونه چې له امریکا سره یې خبرې کړي، تر کومه بریده خپلو ملي ګټو ته رسېدلي دي. هغه زیاته کړه چې د ایران په قاموس کې د خبرو نه کول شتون نه لري، خو د امریکا چلند داسې دی چې خپلې غوښتنې پر نورو دیکته کوي، او د ایران ملت دا ډول مذاکرات نه مني او حکومت ته یې اجازه نه ورکوي.
نوموړي وویل چې تهران په عزت او وقار سره خبرو ته چمتو دی، خو د یورانیمو له غني کولو پروګرام څخه به لاس وانخلي. هغه د «صفر غنيسازی» طرحه «یوه لویه ټوکه» وبلله.






























