د غزې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله ۵ نور فلسطینیان، چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي، مړه شوي دي. په دې سره د لوږې له امله د مړو شمېر ۲۲۷ ته رسېدلی چې ۱۰۳ یې ماشومان دي.
د وزارت په وینا، د اسراییل له لوري په کلابندو سیمو کې د بشري مرستو مخنیوی د خوراکي توکو سخت کمښت او د بیو څو برابره لوړېدو لامل شوی، چې د میلیونونو فلسطینیانو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
همدارنګه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۸۹ فلسطینیان شهیدان شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د شمیرو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې ۶۱ زره او ۵۹۹ فلسطینیان شهیدان شوي او څه باندې ۱۵۴ زره نور ټپيان شوي دي.






















