فایننشل ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پټه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هڅولی، چې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو باندې بریدونه زیات کړي.
ورځپاڼه د دوو هغو سرچینو له قوله چې د خبرو له جزئیاتو خبر دي، لیکلي چې ټرمپ د جولای په ۴مه له زېلېنسکي سره ټلیفوني خبرې کړې دي. ویل شوي، چې نوموړي له زېلېنسکي پوښتلي که امریکا اوږد واټن ویشتونکي وسلې، د «ATACMS» توغندیو په ګډون، ورکړي، ایا اوکراین کولی شي چې مسکو په نښه کړي؟
فایننشل ټایمز زیاتوي چې دا خبرې له هغې مخکې شوې دي، چې ټرمپ له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې په تړاو خبرې پیل کړي.
په راپور کې راغلي، چې ټرمپ پوتین ته ۵۰ ورځو وخت ورکړی، څو د اوکراین جګړه پای ته ورسوي – یوه ضربالاجله چې هدفیې ښايي د انتخاباتي کمپاین د اهدافو برخه وي.
تر دې دمه، نه سپینې ماڼۍ او نه هم د ټرمپ د کمپاین دفتر په رسمي ډول د دې خبرو اترو په اړه تبصره کړې.
































