د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د فرانسې، جرمني او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ټلیفوني خبرو اترو کې پرېکړه وکړه، چې د ایران د اټومي پروګرام د حل لپاره دې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې پای، وروستی ضربالاجل وټاکل شي.
د اکسیوس خبري اژانس د درېیو معتبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې که تر یادې نېټې پورې کومه نوې هوکړه و نه شي، نو درې واړه اروپايي هېوادونه به د ملګرو ملتونو هغه بندیزونه بېرته فعال کړي، چې په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍوال اتومي تړون (JCPOA) له مخې لرې شوي وو.
یاد تړون د ایران د اټومي فعالیتونو د محدودولو لپاره شوی و، خو له تېرو څو کلونو راهیسې له بېباورۍ او کړکېچ سره مخ دی. امریکا او متحدین یې ټینګار کوي، که ایران همکاري و نه کړي، نو پرې به نړۍوال فشارونه زیات شي.
یاده پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې د ایران اټومي پروګرام ته د نړیوالې ټولنې اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي، او دیپلوماتیکې هڅې د یوې حللارې موندلو لپاره روانې دي.
























