د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د هغې د څلورو خبریالانو پر وړاندې د افترا دعوا کړې او ۱۵ میلیارده ډالره غرامت یې غوښتنه کړې ده.
ټرمپ دغه شکایت د فلورېډا په محکمه کې ثبت کړی. په شکایت کې درې مقالې او یو کتاب شامل دي، چې د ۲۰۲۴ کال له ولسمشرۍ ټاکنو دوه میاشتې مخکې خپاره شوي وو.
د ټرمپ په وینا، د نیویارک ټایمز مقالې «له دوښمنۍ ډکې او ناسمې» وې او موخه یې د هغه په ټاکنیزو چانسونو منفي اغېز کول وو. په یوه مقاله کې هغه د ولسمشرۍ لپاره «نامناسب کس» بلل شوی و.
په ټروت سوشل کې ټرمپ نیویارک ټایمز «په تاریخ کې تر ټولو فاسده ورځپاڼه» بللې او ادعا یې کړې چې دغه ورځپاڼه د ډېموکراتانو د تبلیغاتي وسیلې په توګه کار کوي.
نیویارک ټایمز بیا د ټرمپ شکایت «بېبنسته» بللی او ویلي یې دي، چې دا د خپلواکه خبریالۍ د محدودولو هڅه ده. د ورځپاڼې ویاند ټینګار کړی چې دوی به د «ګواښوونکو تکتیکونو» پر وړاندې شا نه تړي.
یادونه ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم د اېبيسي، سيبياس او وال سټریټ ژورنال پر وړاندې ورته شکایتونه ثبت کړي وو، چې ځینې یې له محکمې بهر د پیسو ورکړې له لارې هوار شوي دي.






























