د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هیله لري هېواد یې پر ایران بیا برید ونهکړي. نوموړي دغه څرګندونې د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې، چې څه شي به هغه د ایران پر ضد د بیا برید کولو ته وهڅوي.
ټرمپ زیاته کړه: “زه هیله لرم، چې موږ پر ایران بیا برید ونهکړو؛ هغوی هم دا نه غواړي، هغوی غواړي خبرې وکړي.”
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیاوې دوام لري، خو واشنګټن د خبرو اترو دروازه هم تړلې نه ده.
















