د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوبل د سولې جایزې لپاره نومولی دی. نتنیاهو دغه نوماندۍ لیک د خپل واشنګټن سفر پر مهال ټرمپ ته وسپاره.
نتنیاهو ویلي، چې ټرمپ د سولې لپاره مهم ګامونه اخیستي او د همدې هڅو له امله یې د نوبل جایزې مستحق بللی دی.
دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي، چې د ټرمپ اداره په منځني ختیځ کې د ځینو هېوادونو ترمنځ د اړیکو عادي کولو لپاره هڅې کړي دي.






















