ځینې روسي رسنۍ راپور ورکوي، چې د دغه هېواد ګرځندویي شرکتونو د افغانستان لپاره د یوې اونۍ سفر نوي تبلیغاتي کڅوړې وړاندې کړې دي، چې بیه یې شاوخوا ۳۰۰۰ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د راپورونو له مخې، په روسیه کې د افغانستان د ګرځندویي بازار له هغه وروسته ګرم شوی، چې د مسکو او د اسلامي امارت ترمنځ اړیکې په رسمي توګه پراخې شوې دي.
یاد پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې روسیې تېره اونۍ د نړۍ په کچه د لومړي هېواد په توګه د افغانستان د اسلامي امارت حکومت په رسمیت وپېژاند.
























