د پاکستان حکومت تازه پرېکړه کړې، چې افغان موټرچلوونکو او ترانسپورتي کارکوونکو ته به د یو کال لپاره د څو ځل تګراتګ وېزې صادروي.
د یادې وېزې فیس ۱۰۰ امریکایي ډالر ټاکل شوی، او غوښتونکي باید لاندې اسناد وړاندې کړي:
- یوه تازه انځور
- د پاسپورټ سکین شوې کاپي
- تذکره
- د اعتبار وړ د لنډمهاله ترانزیت سند (TAD)
- د ثبت شوې ترانسپورتي کمپنۍ دندې لیک یا د شرکت لخوا رسمي معرفی لیک
- د اعتبار وړ ډرایونګ لایسنس


















