د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان کړی، چې د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه وروستۍ حکومتي ناسته کې د تهران ښار ته د نویو کډوالو د ورتګ د بندېدو امر صادر کړی دی.
د نوموړي په وینا، دا یوه رسمي حکومتي پالیسي ده چې له مخې یې نور کډوال نهشي کولای پلازمېنې ته لاړ شي، او دا پرېکړه د نفوس د تراکم د کنټرول په هدف شوې ده.
مومني څرګنده کړې، چې حکومت هڅه کوي د نفوس د معکوس مهاجرت لپاره زمینه برابره کړي، څو د ایران نورو ولایتونو ته د نفوس فشار انتقال شي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، شاوخوا دوه میلیونه غېرقانوني کډوال باید له هېواده وایستل شي. ده ادعا وکړه چې تر دې دمه شاوخوا یوه میلیون افغان کډوال شړل شوي او پاتې نور هم باید بېرته لاړ شي.
په دې وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د ایستلو پراخ کمپاین پیل کړی. د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) راپور ورکړی، چې یوازې په تېرو ۱۶ ورځو کې تر نیم میلیون زیات افغانان له ایرانه ایستل شوي، چې دا د وروستیو لسیزو تر ټولو لوی جبري ایستل بلل کېږي.



























