د کورنیو چارو وزارت د مقام د امنیتي چارو لپاره نوی ستر سلاکار ملا محمد یونس “مخلص“ په رسمي ډول د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.
دغه مراسم د وزارت د مقام په تالار کې د ګڼ شمېر لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکو په ګډون ترسره شول. په مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د پخواني ستر سلاکار مولوي قدرتالله امیني د خدماتو ستاینه وکړه او د نوي سلاکار ټاکنه یې د امنیتي چارو د لا ښه تنظیم او پرمختګ لپاره مهم ګام وباله.
نوی ټاکل شوی ستر سلاکار ملا محمد یونس “مخلص“ په خپله وینا کې د خپلو نوو مسؤلیتونو پر وړاندې د ژمنتیا څرګندونه وکړه.


































