د ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د نن سهار د سختو بارانونو له امله راوتو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د لعلپورې ولسوال لعل خاتم قرار ویلي، چې سېلابونو د رحمتي کلي کرنیزې ځمکې له منځه وړي، ګڼ کورونه یې تخریب کړي او د خلکو مالونه، فصلونه او د ژوند لومړني توکي سخت زیانمن شوي دي.
«تر اوسه د زیانونو کره ارزونه نه ده شوې، خو سېلاب لا هم روان دی او د لا نورو خسارو اندېښنه شته.سیمهییزو چارواکو له خیریه بنسټونو، نړیوالو مرستندویه ادارو او اړوندو دولتي ارګانونو غوښتي، چې ژر تر ژره:
د ځايي اوسېدونکو په وینا، سېلابي اوبه لا هم د ځینو کورونو له منځه تېرېږي، کرنیزې ځمکې تر اوسه لاندې دي او د خوړو د توکو کمښت را منځ ته شوی.


























