په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې ویلي، چې دغه هېواد به له افغانستان سره د سولې، ثبات او نړیوالې همغږۍ د تأمین لپاره خپلو منځګړیتوبو هڅو ته دوام ورکړي.
عالیه احمد بن سیف آلثاني، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې څرګنده کړه چې دغه هڅې د «دوحې بهیر» په ګډون، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ترسره کېږي، چې موخه یې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره یو ځای کول دي.
نوموړې ټینګار وکړ، قطر چمتو دی چې د خبرو اترو، همغږۍ او پخلاینې لپاره خپلې هڅې جاري وساتي، څو افغانستان له روانو اساسي ننګونو څخه د وتلو لاره ومومي.






















