د اسراییلو او ایران ترمنځ د شخړو په دوام کې، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ویلي چې د عامو خلکو، ملکي زیربناوو او د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه باید سمدستي بند شي.
ولسمشر مکرون زیاته کړې چې فرانسه له څو ورځو راهیسې پر دې موضوع یو څرګند دریځ لري، او یادونه یې وکړه چې “پر ملکي وګړو او بنسټونو بریدونه هېڅ توجیه نه لري.”
په عین حال کې، نوموړي له ایران څخه غوښتنه کړې چې د خپل اټومي پروګرام په اړه د نړیوالو خبرو مېز ته د راستنېدو اراده څرګنده کړي.
د مکرون دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې سیمهییز کړکېچونه مخ په زیاتېدو دي، او نړیوال مشران هڅه کوي د تاوتریخوالي مخه ونیسي.
























