د ايران د اسلامي جمهوريت د مشر سياسي سلاکار علي شمخاني، ، چې د اسرائيلو د بريد په لومړۍ ورځ ټپي شوی و، په خپل شخصي ټولنيزې شبکې ایکس کې ليکلي (تقدير دا وو چې له ټپي بدن سره ژوندی پاتې شم، نو پاتې کېږم څو د دښمن دښمنۍ دليل واوسم.)
هغه زياته کړې:چمتو يم چې سل ځله د ايران د خلکو لپاره قرباني شم.
ښاغلي شمخاني پرون هم آيتالله خامنهاي ته په يو پيغام کې ويلي وو:ژوندی يم او د ځان قربانۍ ته حاضر يم.
علي شمخاني د جوزا په ۲۳مه د شپې له خوا د اسرائيلو د بريد پر مهال په خپل کور کې سخت ټپي شو او روغتون ته ولېږدول شو، او داسې ښکاري چې اوس، له څه باندې يوې اوونۍ وروسته، روغیتایي وضعیت یې د ښه کیدو په حال کې دی.

















