د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوی تر راتلونکې لیدنې وروسته په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه ونه کړي، نو مسکو به له «ډېرو سختو پایلو» سره مخ شي.
ټاکل شوې چې د امریکا او روسیې مشران د جمعې په ورځ په الاسکا کې سره وویني. ټرمپ ویلي، ډاډه نهدی چې پوتین به د اوکراین پر ملکي وګړو د بمباريو درولو ته قانع کړي، خو ټینګار یې کړی چې امریکا به د سولې لپاره خپلې هڅې ونه دروي.
دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په اوکراین کې جګړه لا هم روانه ده او د ملکي تلفات شمېر مخ پر زیاتېدو دی.




































