د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ «بي اېل ای» او اړونده وسله واله څانګه یې «مجید بریګېډ» یې د بهرنیو ترهګرو ډلو (FTO) په رسمي نوملړ کې شاملې کړې دي.
د اعلامیې له مخې، مجید بریګېډ د «بي اېل ای» مستعار نوم ګڼل کېږي او لا په ۲۰۱۹ کال کې د ځانګړو نړیوالو ترهګرو (SDGT) په نوملړ کې شامله شوې وه. «بي اېل ای» له بلوچستان څخه یوه فعاله وسله واله ډله ده، چې د ۲۰۱۹ کال راهیسې یې ګڼ شمېر خونړي بریدونه ترسره کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، یادې ډلې په تېرو کلونو کې د کراچۍ هوايي ډګر ته نېږدې او د ګوادر بندر د ادارې په ودانۍ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي. په ۲۰۲۵ کال کې دې ډلې د «جعفر اېکسپریس» د رېل ګاډي د مسافرو د برمته کولو مسوولیت هم منلی و، چې په دې پېښه کې ۳۱ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ زیات مسافر د څو ساعتونو لپاره برمته شوي وو.
شنونکي وايي، دا پرېکړه کېدای شي د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ د امنیتي همکارۍ د پراختیا نښه وي، په ځانګړې توګه د هغو وسله والو ډلو پر وړاندې چې پاکستان یې د خپلو کورنیو امنیتي ګواښونو اصلي سرچینه بولي.
بلوچستان له کلونو راهیسې د بېلابېلو وسله والو ډلو د فعالیت مرکز پاتې شوی او د پاکستان امنیتي ځواکونه، زېربنایي پروژې او بهرني کارکوونکي د دې ډلو د بریدونو هدف ګرځي. د مجید بریګېډ څانګه بیا په ځانمرګو بریدونو کې ځانګړی شهرت لري.




























