د هند پولیسو د کانګرس ملي ګوند مشر راهول ګاندي او لسګونه نور د حکومت مخالف مشران د نوي ډیلي په لاریون کې نیولي دي. دغه لاریون چې د نرېندرا مودي د حکومت سلګونه مخالف مشران پکې شامل وو، د ټاکنو د «سرغړونو» پر ضد ترسره شو.
د پولیسو په وینا، لاریونوالو د امنیتي موانعو له ماتولو وروسته د هند د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر پر لور حرکت وکړ، خو پولیسو یې مخه ونیوله او ګڼ مشران یې ونیول.
لاریونوالو د مودي حکومت او د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د «غلا کولو» په تور تورن کړل. راهول ګاندي وویل: «دا یوازې سیاسي مبارزه نه ده، دا د اساسي قانون د خوندي کولو مبارزه ده. موږ پاک او روڼ ټاکنیز لېستونه غواړو.»
د کانګرس ګوند ادعا کوي چې د رایهورکوونکو په نوملړونو کې قصداً بدلون راوړل شوی، ځینې نومونه حذف او ځینې څو ځله تکرار شوي، څو د حاکم ګوند «بهاراتیا جنتا» په ګټه پایلې مهندسي شي.
مخالف ګوندونه د بیهار ایالت د رایهورکوونکو د نوملړ وروستۍ بیاکتنه هم د بېوزلو د محرومولو هڅه بولي، خو مودي حکومت او د ټاکنو کمېسیون دغه تورونه رد کړي دي.

































