د ایران په پلازمېنه تهران کې د اتریش سفارت اعلان وکړی، چې د «نه حل کېدونکو خنډونو» له امله یې تر بلې خبرتیا پورې ټول قونسلي خدمتونه ځنډولي دي.
د سفارت په وینا، له دې پرېکړې سره نه نوي غوښتنلیکونه منل کېږي او نه به هم د پخوانیو قضیو کتنه ترسره شي.
تر اوسه د دې پرېکړې د علت په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو د ډیپلوماټیکو سرچینو په باور، موضوع ښايي له ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د سیاسي کړکېچونو سره تړاو ولري.
























