برېټانوۍ ټیلیګراف ورځپاڼې د پوځي او اقتصادي شنونکو د راپورونو په حواله خبرداری ورکړی، چې د روسیې پوځ د اوکراین په جګړه کې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه څلور نور کلونه وخت او شاوخوا دوه میلیونه نويو انساني تلفاتو ته اړتیا لري.
د یاد راپور له مخې، د جګړې اوږدېدل به نه یوازې د روسیې پوځ ته ستر بشري زیانونه واړوي، بلکې د اقتصاد پر اوږدمهاله ثبات هم ژوره اغېزه وکړي. شنونکي وایي، مسکو هڅه کوي چې د جګړې د فرسایشي بڼې له لارې کییف د تسلیمېدو پر لور بوځي.
دغه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د امریکا سپینې ماڼۍ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي او اروپايي مشرانو ته بلنه ورکړې وه څو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې پر نوې طرحه غور وکړي.
تر اوسه د اوکراین چارواکو او اروپايي اتحادیې د دې طرحې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو سیاسي شنونکي وايي چې د جګړې د اوږدېدو په صورت کې د سولې پر بدیلو لارو چارو بحثونه لا پسې ګړندي کېدای شي.






















