د هرات ـ اسلامکلا پر لویه لار د مسافرو د یوه ۴۰۴ بس موټر او بار وړونکي مازدا د ټکر له امله لږترلږه 79 کسان مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا، د بس مسافران هغه کسان وو چې تازه له ایران څخه راشړل شوي وو او کابل ته د ستنېدو پر لاره وو. ټکر وروسته د مسافرو موټر اور اخیستی او ډېری کسان پکې سوځېدلي دي.
راپورونه وايي، د مړو شویو کسانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، او د وژل شویو ماشومانو شمېر ۱۷ ته رسېږي.
سرچینې زیاتوي، په پېښه کې درې تنه ټپیان شوي، چې د سیمهییزو چارواکو په وینا، د دوی روغتیایي حالت نازک دی.
ویل کېږي، ډېری قربانیان د هېواد د شمالي ولایتونو اوسېدونکي دي. د پېښې لامل د بس د چلوونکي بېاحتیاطي او تېز رفتار بلل شوی دی.




























