د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې یې پر سوریې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لغوه شول. د رویټرز خبري آژانس په وینا، دغه پرېکړه د سوریې لپاره له نړیوالې مالي انزوا څخه د وتلو لار هواروي، او د بیارغونې په برخه کې د واشنګټن ژمنې عملي کوي.
دا بندیزونه چې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې د بشري حقونو د سرغړونو، سیاسي کړکېچ، او کورنۍ جګړې له امله وضع شوي وو، د سوریې پر اقتصاد، بانکدارۍ، پانګونې او وارداتو ژور اغېز کړی و.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا دا اقدام یو «مثبت ګام» بللی او ویلي یې دي چې د بندیزونو لغوه کېدل به د بیارغونې، پراختیا او اقتصادي ودې نوې دروازې پرانیزي.
کارپوهان باور لري، که دا پرېکړه عملي پاته شي، نو سوریه به وتوانېږي چې له نورو هېوادونو او نړیوالو مالي بنسټونو سره خپلې اړیکې بیا پیل کړي، چې دا کار به د دغه جګړهځپلي هېواد د اقتصاد احیا او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره یو مهم تحول وي.



























