له کلونو بحران، جګړې او سیاسي بدلون وروسته، سوریه نن د نوي حکومت تر سیوري لاندې خپلې لومړنۍ پارلماني ټاکنې ترسره کوي.
د دغه هېواد د ټاکنو عالي کمیسیون اعلان کړی، چې نن د رایې ورکولو پروسه د سهار په ۹:۰۰ بجو پیل شوې او د ماښام تر ۵:۰۰ بجو به دوام وکړي.
د راپورونو له مخې، ټاکنې غیرمستقیمې دي، او یوازې د سیمهییزو ټاکنیزو کالجونو غړي د رایې ورکولو حق لري. د پارلمان له ټولې ۲۱۰ څوکیو څخه دوه پر درېیمه برخه به د خلکو د رایو له لارې ډکه شي، او پاتې غړي به وروسته د لنډمهالي ولسمشر لهخوا وټاکل شي.
د حکومتي چارواکو په وینا، تمه ده چې لومړنۍ پایلې همدا شپه اعلان شي.
سیاسي شنونکي وايي، دا رایه اچونه د دې هېواد د سیاسي بیارغونې او د نوي واک جوړښت د مشروعیت ازموینه ده.






















