پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د بلوچستان ایالت په کورکي سیمه کې د ځايي قبیلو او وسلهوالو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې د بلوڅ بېلتونپالو څلور غړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.د جیو نیوز د راپور له مخې، نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې وسلهوالو د سیمې پر ځايي قبیلو برید وکړ. د برید وروسته دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځته شوه.
د راپورونو پر بنسټ، په دې پېښه کې د کورکي سیمې یو عام وګړی هم وژل شوی او بل ټپي شوی دی. سرچینې وایي، ځايي قبیلو له وسلهوالو غوښتي وو، چې د دوی کلي پرېږدي، خو هغوی دا غوښتنه نه وه منلې.پاکستاني پولیس وايي، له نښتې وروسته یې سیمه کلابنده کړې او د وسلهوالو د نیولو لپاره یې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په بلوچستان کې وختپهوخت د بلوڅ بېلتونپالو او دولتي ځواکونو ترمنځ د جګړو او نښتو راپورونه ورکول کېږي.
























