د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د ټاپي پروژې اوسنی بهیر مثبت ارزولی او په بېلابېلو برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د منظمو ناستو او مشورو پر دوام هم هوکړه کړې ده.
ټاپي پروژه چې د ترکمنستان له لارې افغانستان، پاکستان او هند ته د طبیعي ګاز د لېږد لپاره طرحه شوې، د سیمې یو له ستر اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي.






















